لیکوال: زلمی افغان بـــــرخه: نوري تازه پیښې كـــتني: 47
د روسیې د ایترتاس خبري اژانس د راپور له مخې روسي چارواکو د ګونتانامو زندان څخه تر لیدلې وروسته ویلي هر څومره ژر چې کېدای شي باید د امریکا د ګوانتانامو زندان وتړل شي.
د یوې معتبرې سرچینې د راپور له مخې دا خبره د بشري حقونو، دېموکراسۍ او د قانون د واکمنۍ په چارو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت کمېشنر کونسټانټین دولګوف کړې ده.
د روسیې د ایترتاس خبري اژانس راپور زیاتوي، چې کونسټانټین دولګوف د تېرې شنبې په ورځ د روسیې د لویې څارنوالۍ او عدلي وزارت له نورو چارواکو سره یو ځای د ګوانتانامو له زندان څخه لیدنه وکړه.
د روسیې دغه رسمي پلاوي په ګوانتانامو زندان کې له هغه یواځيني روسي بندي سره لیدلي چې په ۲۰۰۲ کال له القاعده سره د تړاو په تور په پاکستان کې نیول شوی او دې زندان ته لېږدول شوی دی.
روسي چارواکو ویلي چې د ګوانتینامو له زندانه د مینګازوف ژر تر ژره خوشې کیدل د روسیې لومړیتوب دی.
د روسیې لوړ رتبه چارواکو تر دغه کتنې وروسته ویلي، چې د امریکا د ګوانتیامو زندان هرڅومره چې ژر کېدای شي، باید وتړل شي.
کونسټانټین دولګوف په واشنګټن کې د روسیې په سفارت کې خبریالانو ته و ویل چې له ګوانتینامو زندانه د دوی کتنه یو ځل بیا د روسیې پر هغو اصولو ټینګار کوي چې د ګوانټینامو زندان په اړه د نړېوالې ټولنې، دولتونو، د بشري حقونو نړيوالو میکانیزمونو او د امریکایي غیر دولتي سازمانونو په ګډون د غیر سازمانونو له اصولو او تګ لارې سره برابر دي چې وایي دغه زندان باید هر څومره ژر چې کیدای شي، وتړل شي.
یاد پلاوي د ګوانتانامو زندان شتون د امریکا لپاره یو ستر تاریخي پېغور او د شرم وړ مسأله بولي.
افغانستان